لبنان: حکومت ضد مظاهرينو د دغه هیواد صدراعظم استعفا کولو ته اړ کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)
په لبنان کې له تيرو شاوخوا دوو اونيو راهيسې خلکو د حکومت پرضد مظاهرې پيل کړې وې چې په پايله کې يې د دغه هيواد صدراعظم استعفا کولو ته اړ کړ.
د لبنان صدراعظم سعد حريري پرون د سه شنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ چې د ولسشمر ماڼۍ ته به ولاړ شي څو هلته خپله استعفا وړاندې کړي.
مظاهره کوونکو د اقتصادي اصلاحاتو غوښتنه کوله او حکومتي چارواکي يې په بډو اخيستو تورنول.
په دغه هيواد کې وروسته له هغې مظاهرې پيل شوې چې حکومت د ځينو نورو مسائلو تر څنګ د (واټس آپ) پر تيليفوني خبرو هم ماليه وضع کړه.
سعد حريري تر دې مخکې هم دوه ځلې د لبنان صدراعظم پاتې شوی او شاوخوا دوه کاله مخکې د درېيم ځل لپاره د ائيتلافي حکومت صدراعظم شوی و.



