مشرانو جرګه: د ټاکنو د پايلو د اعلان صلاحيت د امریکا سفارت او سپينې ماڼۍ سره دی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو د پايلو د اعلان صلاحيت نه لري.
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې د ټاکنو د پايلو د اعلان صلاحيت یوازې په کابل کې د امریکا سفارت او سپينې ماڼۍ سره دی چې هر کله يې خوښه شي پايلې به اعلان شي.
په عين حال کې د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار ويلي، چې د درملوک کمپنۍ هم د ټاکنو کمېسيون ته هيڅ ځواب نه وايي.
د نوموړې په خبره، د درملوک کمپنۍ د انتخاباتو کميسيون سره قرارداد کړی او دا چې اوس د هغوی تيليفون نه ځوابوي چې خلک يې په اندېښنه کې اچولي دي.
د سناجرګې معاون محمد علم ايزديار وايي، چې ولسشمرۍ ټاکنو پايلې بايد د درويشتم عقرب څخه وانوړي او بايد شفافيت په نظر کې ونيول شي.
په وروستيو کې د ټاکنو کمېسيون اعلان وکړ چې د انتخاباتو پر مهال بايومټریک سستم کې د درغلیو له امله د انتخاباتو پايلې ځنډول شوي دي.



