تيره مياشت پر افغان خاوره د ۱۱۱۳ امریکايي بمونو غورځول او د طالبانو غبرګون

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)
د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) وايي، چې په تيره سپتمبر مياشت کې يې د افغانستان په خاوره کې ۱۱۱۳ هوايي بریدونه کړي چې طالبانو ورته غبرګون ښودلی دی.
که څه هم د ملي يووالي حکومت د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي، چې دغه بريدونه د مخالفينو پر وړاندې ګټور ثابت شوي چې هوايي بريدونه تر ډيره د دولتي ځواکونو په همکارۍ ترسره کيږي.
خو د راپورونو له مخې، د بهرنيو ځواکونو د زياتيدونکو هوايي بريدونو سره ملکي تلفات هم څو چنده زيات شوي چې ډيری وخت د امريکايي ځواکونو په هوايي بريدونو ملکي ميشت ځايونه هدف ګرځيدلي دي.
طالبانو هم په تيره مياشت کې پر افغان خاوره د امريکا د سلګونو بمونو غورځولو ته په غبرګون کې ويلي چې د امریکا زياتيدونکو هوايي بریدونو سره ملکي تلفات او عام وژنه زياته شوې ده خو په وينا يې مسؤولې ادارې او رسنۍ د امريکا پر جنايتونو پرده اچوي.
طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: ” په سپتمبرمیاشت کې په افغان خاوره داشغالګرو لخوا د ۱۱۱۳ بمونو په غورځولو اعتراف، ثابتوي چې امریکا دلته دملکي خلکو په عام وژنه لګیاده. همدا علت دی چې په تیرو میاشتو کې دملکي خلکو دتلفاتو شمیر لوړ شوی. خو متأسفانه مسئولې ادارې او ځينې رسنۍ، د امریکایانو دجنایاتو په پټولو بوختې دي”.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر یوناما د ملکي تلفاتو اړوند په خپل وروستي راپور کې ويلي و چې د تير ۲۰۱۸م کال د اتو مياشتو په پرتله د روان کال د همدومره مودې په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ۲۸ فيصده زياته شوې ده.
يوناما په هوايي بريدونو کې د ۵۷۹ ملکيانو د وژل کيدو او تر درې سوه زياتو د ټپي کيدو خبر ورکړی و چې ازادې سرچينې او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي ادارې دغه شمير څو چنده زياتې ښيي.



