زابل: داخلي بريد کې لس عسکر وژل شوي؛ بريدګر عسکر طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)

د زابل ولايت په ارغنداب ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه داخلي برید کې لس عسکر وژل شوي او برید کوونکی پوليس طالبانو سره یوځای شوی دی.

د طالبانو په رسمي ويب پاڼه الاماره کې راغلي، چې دغه بريد د يادې ولسوالۍ مربوط د ده افغانانو په سیمه کې د ولسوالۍ پر انتقالي مرکز کې ترسره شوی دی.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه بريد کې لس عسکر وژل شوي، او د مرکز شل ميله وسلې او بريد کوونکي عسکر چې طالبان يې په پوځ کې خپل نفوذي کسان بولي، دوی سره یوځای شوي دي.

ځايي امنيتي سرچینو هم دغه بريد تاييد کړی زياتوي چې د پوستې څو تنه عسکر لادرکه دي چې ګمان کيږي د طالبانو ليکو ته به ورغلي وي.

د یوه بل خبر له مخې، دولتي ځواکونه د نوبهار او شینکۍ ولسواليو تر منځ له يوه پوځي مرکز او پنځو پوستو څخه د طالبانو د بريدونو له ويرې تښتيدلي چې ويل کیږي یاده سيمه د طالبانو تر حاکمیت لاندې راغلې ده.

مربوطه مطالب

Back to top button