اولسي جرګه کې د خپلمنځي شخړو له کبله ګڼ فرمانونه له تصويب پاتې دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۸، چهارشنبه)
د ولسي جرګې غړي وايي، په جرګه کې د رياست پر سر له ناندريو او شخړو رانيولې تر اوسه پورې د جرګې د غړو تر منځ خپلمنځي شخړې روانې دي چې له کبله يې ګڼ فرمانونه له تصويب پاې دي.
د جرګې د غړو په وينا، د اولسمې جرګې له پيله تر دې دمه څو ځلې عمومي غونډې د اجنډا د نشتوالي له امله نه دي ترسره شوي چې ډيری قوانين له تصويبيدو ځنډيدلي دي.
دوی وايي، د دې پر ځای چې د جرګې غړي خلکو ته خدمت وکړي په خپلو شخصي ګټو بوخت دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تيرې يوې اوونۍ راهيسې په اولسي جرګه کې دغير حاضرو وکيلانو د ليست پر سر شخړه روانه ده چې یو ځل پکې فزيکي لانجه هم ترسره شوه.
د اولسي جرګې د اوولسمې دورې د ریاست پر سر څو مياشتې شخړه، لانجې او اخ و ډب ترسره شو او له هغې وروسته وخت ناوخت د جرګې په تالار کې شخړې او پر یو بل نيوکې ترسره کيږي چې د ګڼو فرمانونو او قوانينو تصويب يې له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی.



