روسيه: د بغدادي وژل کېدل نه شو تاييدولى

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند “دیمیتري پیسکوف” ویلي چې د سوریې په شمال “ادلب” ښار کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د “اسلامي دولت” داعش ډلې د مشر “ابوبکر البغدادي” د وژل کېدو په اړه رسمي سند په لاس کې نه لرو.

“پیسکوف” د روسيې په پلازمینه “مسکو” کې يو خبري کانفرانس ته د وينا په مهال وويل چې په سوریه کې د امریکايي ځواکونو له خوا د داعش ډلې د مشر “ابوبکر البغدادي” د وژل کېدو اړوند ددوی څيړنې روانې دي.

د يادونې وړ ده چې تيره اونۍ د امریکا ولسمشر ټرمپ په سوريه کې د داعش دوسلوالې ډلې د مشر وژل کېدل منلي و.

د ټرمپ په وينا چې “ابوبکرالبغدادي” د امریکا د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې وژل شوى.

ټرمپ ويلي و چې”ابوبکر البغدادي” د یوه تونل له لارې د تېښتې هڅه کوله چې د امریکايي ځواکونو له خوا تر تعقيب وروسته هغه په ځان پورې تړلي چاویدونکي توکي والوځول او ووژل شو.

ویل کېږي په دې چاودنه کې له هغه سره خپل درې بچي هم وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button