کابل ټکى کام (چهار شنبه، ۸ لړم ، ١٣٩٨ل)
دې هېل نشریې لیکلي، وروسته له دې چې له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شوې د امریکايي عسکرو وتل هم له افغانستان پيل شوي دي.
د سرچینې په خبره امریکا غواړي د خپلو ځواکونو شمېر په افغانستان کې کم کړي نو له همدې امله لا هم له افغانستان د سرتېرو ستنولو ته ادامه ورکوي.
دې هېل زیاتوي، امریکايي حکومت پرېکړه کړې، څو د هغه سرتېرو پر ځای نور سرتېري افغانستان ته و نه لېږي چې د ماموریت موده یې پوره کېږي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې په افغانستان کې به د خپلو سرتېرو شمېر راکموي، خو که اړتیا پېښه شي، یاد هېواد ته به خپل سرتېري بېرته ولېږي.
امریکایي ولسمشر ددې تر څنګ په افغان خاوره کې د اوږدمهاله او پراخ استخباراتي حضور خبره هم کړې وه.
د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې دامریکا دفاع وزیر ځینو رسنیو سره په خبرو کې وویل چې تېر کال کې یې له افغانستانه ۲۰۰۰ عسکر اېستلي؛ او دا لړۍ به ادامه ومومي.


















