د بهرنيوچارو نوي سرپرست، د غني فرمان ونه مانه

کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)

د بهرنيو چارو وزارت لپاره د ګډ حکومت د مشر اشرف غني له خوا ټاکل شوي نوي سرپرست ادریس زمان تر ټاکل کیدو وروسته د ولسمشر لومړی فرمان رد کړ.

نن چهارشنبه د لړم په اتمه د ګډ حکومت ویاند صدیق صدیقي په خپل ټویټر لیکلي و چې ولسمشر غني د یو فرمان له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ادرپس زمان د دغه وزارت لپاره سرپرست ټاکلی دی. او نوموړی به د نوي وزیر تر ټاکل کیدو پورې د دغه وزارت چارې سمبالوي.

ورته مهال ډاکټر غني د یو فرمان له لارې میرویس ناياب د دغه وزارت د اقتصادي همکاریو لپاره معین او د بهرنیو چارو وزارت لپاره ویاند هم ټاکلی و، خو ادریس زمان د هغه پر ځای خپل سیاسي مشاور د ویاند په توګه تاکلی او نن یې معرفي کړ

مربوطه مطالب

Back to top button