ډاکټر یوسف اکبري
دا چې شریعت مونږ ته وایي چې الکفر ملة واحدة یعنی کفر ټول یو ملت یعنی د مسلمانانو پر وړاندې ټول یوه خوله دي، که هغه په وسله وال میدان کې دي لکه په افغانستان کې چې څلویښت هیوادونه په مسلمانانو پسې راغلي او که هغه د میډیا په میدان کې دي چې ټولې رسنۍ په یوه خوله په مسلمانانو پسې سپکې او سپورې وایي او ډول ډول تورونه ورپسې لګوي او که د ساړه جنګ په میدان کې دي، او که هغه په اسلامي هیوادونو کې د اسلامپالو او بې دینو تر مینځ ټاکنیزې مبارې او کشمکشونه دي.
لکه پخوا چې د شوروي کمونستانو پر مسلمانانو کوم مظالم ترسره کړي او د منځینۍ آسیا هیوادونه یې د برچې په زور نیولي او دادی نن د شاوخوا سلو کلونو په تیریدو د منځینۍ آسیا هیوادونو مسلمان وګړي اوس تر دې بریده رسول شوي چې یواځې د اسلام نوم پیژني او بس نور اسلام په مکمل ډول له مینځه تللی او دا له دې هم معلومولای شئ چې د تاجکستان د ولسمشر نوم هم روسي شوی د امام علی رحمان پر ځای یې نوم امام علي رحمانوف دی.
د شوروي کمونستان چې د لینن او مارکس منحوسو پیروان وو په افغانستان له مسلمانانو سره هغه څه وکړل چې بشریت پرې شرمیږي.
ورپسې له څو کلونو راهیسي په میانمار کې روهنګیایی مسلمانان د بوذایانو تر تیغ لاندې راغلل او په لسګونو زره مسلمانان یې په ډیرې بې دردۍ څوک په اور کې وسوځول او څوک یې په وهلو او څوک یې د اندامونو په غوڅولو او نورو ډول ډول عذابونو ووژل خو ټولې کفري نړۍ ورته ځیر ځیر کتل خو هیڅ ډول اجراءات یې نه کول او نه دغه وژنې اقلا وغندلې، لامل یې همدا و چې د مظالمو توره وریځ یواځې پر مسلمانانو راکوزه شوې وه، که د نړۍ په هر ګوټ کې یو کافر هم ووژل شي نو د ټولې کفري نړۍ کفار په یوخه خوله هغه غندي او په ضمن یې د قاتل پر وړاندې په هر ډول اقداماتو لاس پورې کوي.
اوس د مسلمان وژنې لړۍ د مایو کمونستانو ته ورسیده چې هغه چین دی، په چین کې پخواني شرقي ترکستان چې د مسلمانانو جلا او مستقل ټاټوبی و، او د چین له خوا څو لسیزې وړاندې غصب او ښکیل کړای شو، اوس یې د دغه ځای پر مسلمانانو داسې مظالم پیل کړی چې انسانیت څه چې وحشیان هم پرې شرمیږي.
په ایغور کې نارینه مسلمانان زندان ته اچول کیږي او له ښځینه و سره یې په کورنو کې کمونست چنایان میشت کیږي او له ښځینه و یې چې څه غواړی هغه ترسره کوي،
ټولې هغه مسلمانې میرمنې چې د زیږون وړتیا لري هغه روغتونو کې معاینه کیږي عملیات کې او شنډول کیږي څو نور مسلمانان ونه زیږوي.
چینایی کمونستانو په یوه ۱۴ کلنه ماشومې باندې د ۱۴ کلونو بند حکم ځکه کړی چې په موبایل کې یې د یوې مسلمانې خور انځور و چې فقط لاسونه یې دعا ته پورته کړې و.
مسلمانې ښځې په زندانونو کې له لوږې او تعذیب دواړو نه ساه ورکوي خو نه یې څوک درملنه کوي او نه آن مسلمان بندی چینان پریښودل کیږي چې اقلا هغوی راپورته کړي او یا په خوله کې اوبه ورواچوي.
که هر ایغوري مسلمان مسجد ته ننوځی سملاسي نیول کیږي او زندان ته اچول کیږي ځکه چې څوک مسجد ته ننوځي هغه افراطي مسلمان دی، روژې ورباندې په زور خوړل کیږي، شراب ورباندې په زور څښل کیږي، او که هر څوک مخالفت کوي زندان ته اچول کیږي او تر مرګه په زندان کې پاتې کیږي، خو کفري نړۍ خو چپ چوپ ده آن چې د نړۍ متحدو کفارو د اسلامي نړۍ د مسلمانانو پر خولو هم لاسونه ایښي څو د ایغوری مسلمانانو په اړه آواز پورته نکړي.
د ایغور مسلمانانو آواز په ستونی کې خفه کړای شوی، ایغوري مسلمانان وایي چې مونږ له سیاست سره هیڅ کار نلرو مونږ یواځې انسانیت ته غږ کوو چې له مونږ سره دې انساني چلند وشي او یواځې خپل عادی ژوند ته دې پریښودل شو.
چې هر څوک شراب نه څښي معنا یې داد چې دا حتما د دین والا انسان دی، مسلمانان له خبرو کولو منعه دی، د هیڅ شي په اړه به خبرې نه کوي، په زندان کې مسلمانان لس شپې خوب ته نه پریښودل کیږي لس ورځې مسلسل په سخت وهل ورکول کیږي، او ورته ویل کیږي چې حتما باید اعتراف وکړي جې ترهګر دی، قلم او کاغذ هر زندانی ته راوړل کیږي او ورته ویل کیږي چې حتما په دې کاغذ کې باید له ځانه یو جرم ځانته انتخاب کړي او ویې لیکي چې دغه جرم مې کړی، ورته وایی ولیکه چې لمونځ مې کاوه او دا غلط کار دی، ولیکه چې پر الله مې ایمان درلود او دا ناسم کار دی، او دا خرافات دي، او پر ټولو زندانیانو اجباري کمونستي شعرونه په یادو زده کوي، پر مسلمانو دکاندارانو لازم دی چې شراب او سګریټ د دکان مخې ته په شیشه باندې حتما کیښودل شي او که څوک یې نه ږدي دکان یې بندول کیږي او مهر او لاک کیږي، ښځینه زندانانې د نارینه زندایان پر وړاندې مري خو هیچا ته اجازه نشته چې ورنږدي شي او یا ورسره مرسته وکړي د لوډسپیکرو په واسطه پولیس غږ کوي چې مه ورنږدې کیږئ او ورته ویل کیږي پریږدئ چې ومري، او که څوک ورنږدې شو جزا به وویني، که زندانیان ناروغ شي درملنه یې نه کیږي،
ټولو مسلمانانو زندانیانو ته سیاسي زندانیان نوم ورکوي حال دا چې هغوی سیاست بیخي پیژنی هم نه ځکه د سیاست کولو اجازه د ښکیل کولو له ورځې نده ورکړل شوې،
خو متأسفانه چې هیڅوک یې دا آواز نه اوري او نه یې بدرګه ګوي.


















