غورځنګ
امريکا چې پر افغانستان باندې بريد وکړ او په خپلو لومړنيو هوايي بريدونو کې يې بې شمېره افغانان ووژل، خو په وړاندې يې چې کله د افغانانو مقاومت پيل شو نو بیا يې چې هره بهانه ولټوله او وې کاروله خو کار يې ورنه کړ بلکې د افغانانو مقاومت لا ګړندی کېده.
په ۲۰۱۴ م کال کې يې د واک د لېږد يا د د واک د انتقال د پروسې تر نامه لاندې هڅه وکړه چې د جګړې رنګ بين الافغاني کړي نو يې خپل عسکر د افغانستان له ولسواليو او ولاياتو څخه راټول کړ او په لويو بېزونو کې يې خپل عسکر په داسې شکل واړول چې ګواکې دوی دلته دائمي پاتې کېږي، مګر د افغانانو له ګوزارونو څخه په خپلو بېزونو کې هم په امان پاتې نشول بلکې اوس د کال په موده کې په درجنو درجنو وژل کېږي.
په هر صورت د واک د انتقال د پروسې تر نامه لاندې د امريکا ناکامه هڅه د دې لپاره وه چې خپل تلفات بلکل ختم کړي او يا يې هم لږ تر لږه راکم کړي او افغانان په خپل منځ کې سره واړوي.
مګر رسنيو چې همېشه يې د يرغل لپاره هر ډول خدمت کړی دی، د امريکايانو د انتقال تر پروسې وروسته يې د افغانانو دغې مقدسې جګړې او جهاد ته د بين الافغاني جګړې نوم ورکړ او بسياري تبليغات يې ورته پيل کړل.
دا به ومنو چې له ۲۰۱۴ کال څخه وروسته د کابل د ادارې د عسکرو تلفات زيات شوي دي خو لامل يې دا نه دی چې ګواکې طالبانو له امريکايانو څخه د داخلي عسکرو وژلو ته پام اړولی دی، مګر لامل يې دا دی چې د طالبانو په قوت کې ورځ په ورځ ان ساعت په ساعت بدلون راځي، که مخکې يې يوازې پوستې نيولې نو اوس ولسوالۍ نيسي او که يې مخکې ولسوالۍ نيولې نو اوس کولی شي ولايتونه له سقوط سره مخ کړي.
خو دا حقائق بايد ومنو چې که چېرته دا جګړه بين الافغاني وای نو امريکايان ولې هره مياشت د خپلو بمباردونو لست خپروي او بيا په افتخار سره وايي چې پر افغانستان مو په زرګونو بمونه غورځولي دي چې په دې کې بې شماره افغانان وژل شوي وي.
که دغه جګړه بين الافغاني وای نو د ولسمشر دې خبرې ته هېڅ اړتيا نه وه چې «زمونږ د امنيتي ځواکونو له برکته دی چې په واشنګټن او نيويارک کې چاودنه او بدامني نه ده پېښه شوې» زمونږ يې د امریکا له امنيت سره څه؟؟
مونږ څلوېښت کاله کېږي چې په اورونو کې يو او هېڅ ارام مو نه دی موندلی، په دې اوږده او طويله جګړه ييزه موده کې امريکايانو غم خوړلی؟؟
ايا د امريکايانو د بمباردونو په بدله کې بايد همداسې وغږېږو؟؟ لکه څنګه چې ولسمشر غږېږي؟؟ د امريکا امنيت په مونږ اړه لري؟؟
که جګړه بين الافغاني وبلل شي نو بيا د کابل ادارې ته ولې امريکايي جنرالان او استادان ټرننګ ورکوي؟؟
کله چې طالبان کوم ولايتي مرکز سقوط ته نژدې کړي نو امریکايي جنرالان ولې ورځي؟؟ تېره مياشت چې طالبانو کندوز او بغلان سقوط ته نږدې کړل نو سکاټ مېلر هلته د څه لپاره ولاړ؟؟؟
که څه هم ځينې رسنۍ او يرغل ته خوشحاله خلک د افغانستان او امریکا جنګ بين الافغاني جګړه بولي، خو بيا يې که چېرته حقائقو ته وکتل شي نو هېڅ د سالم عقل څښتن به ونه وايي چې دا جګړه بين الافغاني ده بلکې د امريکا پر خلاف به يې د افغانانو سپېڅلی مقاومت وبولي.
د دې لپاره چې امريکا په افغانستان باندې هم بمبارد وکړي او هم په دغه بمبارد او افغان وژنه افتخار او وياړ وکړي، نو د هرې مياشتې په پای کې راپور خپور کړي چې ګواکې پر افغانستان يې په تېره مياشت کې دومره بمونه اورولي دي چې دا په حقيقت کې له نړيوالو جګړه اييزو اصولو بربنډه سرغړونه ده.
امريکا اوس دا دی بيا د تېر په څېر د خپل احمق عادت له مخې د خپلو وحشيانه بمباردونو مياشتنی لست خپور کړ او وې ويل چې تقريباً ۱۱۱۳ بمونه يې د افغانستان په مختلفو سيمو باندې غورځولي دي.
چې د امريکا د اډول اعلانات جوتوي چې په څرګنده له نړيوالو بشري حقونو څخه سرغړونه کوي او په افغانستان کې خپل حضور تر نيوکو لاندې نيسي.


















