کابل ټکى کام (چهارشنبه ، ٨ لړم ، ١٣٩٨ل)
د زابل ولایت په “مېزانې” ولسوالۍ کې د ماین چاودنې شپږ تنه مړه اوژوبل کړى.
د ياد ولایت د امنیه قوماندانۍ آمر “ذبیح الله” رسنيو ته ویلي، چې ياده پېښه نن ورځ سهار د مېزانې ولسوالۍ په “مراني”سيمه کې شوې.
دنوموړى په خبره، پېښه وروسته له هغه رامنځته شوى، کله چې د مسافر يو موټر د سړک د غاړې په ماین برابر شو.
ځايي چارواکي وايي چې په ياده پېښه کې درې کسان مړه او همدومره نور ټپيان شوي.


















