د بشري حقونو د څار نړيواله اداره: د سي آی ای ملاتړو افغان ځواکونو جنګي جرمونه ترسره کړي او عام خلک وژني

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۹، پنج شنبه)
د بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، چې د سي آی ای ملاتړو افغان ځواکونو په خپلو عملیاتو کې جنګي جرمونه ترسره کړي او په صحرايي محکمو کې يې عام افغانان وژلي دي.
د بشري حقونو اداره په خپل تازه راپور کې وايي، د یادو ځواکونو شپني عملیات، هوايي بريدونه، نیونې، د خلکو ورکول او پر روغتياي مرکزونو بريدونه هغه څه دي چې د سي آی ای ملاتړي ځواکونه ورنه کار اخلي او عام خلک پکې په نښه شوي دي.
د بشري حقونو د څار ادارې په دې څيړنه کې یوازې د تيرو دوو کلونو پېښو ته کتنه کړې چې په وينا يې څوارلس داسې پېښې يې مستندې کړي چې د سي آی ای ملاتړو افغان ځواکونو له بشري حقونو سرغړونې کړي، جګړيز قوانين يې تر پښو لاندې کړي او جنګي جرمونه يې ترسره کړي دي چې په وروستيو کې پکې د پام وړ زياتوالی راغلی دی.
راپور کې راغلي، چې د ۰۴ ۰۱،۰۲،۰۳، په نامه قطعې، د کندهار یرغلیز ځواک، د خوست ساتونکی ځواک یا کمپاین چې ظاهراً د افغانستان د ملي امنیت ریاست په چوکاټ کې فعالیت کوي، خو راپور کاږي چې د دغو ځواکونو د ګمارنې، روزنې، سمبالښت او مدیریت واک له ‘سي ای اې’ سره دی.
د بشري حقونو اداره وايي، د شپنیو عملیاتو ډېرې پېښې چې دوی څېړلې، دغه وسله والو په غیرقانوني توګه، د ناسمې پېژندنې، کمزورو معلوماتو او یا هم په سیمه ییزه کچه د خپلمنځي دوښمنیو پر بنسټ ملکي خلک پرته له توپيره هدف ګرځولي دي.
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د غزني، وردګ، هلمند، کابل، کندهار، ننګرهار، پکتیا، ارزګان او زابل ولایتونو څخه د دا ډول عملیاتو ۳۹ عیني کتونکي غږولي چې د هغوی د ډيری کورنيو غړي يې وژلي او کورونه يې ورته وران کړي.
که څه هم یادې ادارې په خپل راپور کې ويلي، چې سي آی ای دغه افغان ډاروونکی ځواک د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو د شدت په موخه جوړ کړی خو زياتوي دغه ځواکونه پرته له دې چې چاته ځواب ويونکي و اوسي په ډيری مواردو کې يې صحرايي محکمې ترسره کړي، عام خلک يې وژلي، ويرولي او بې رحمانه فعاليتونه يې کړي چې جنګي جنايتونه بللی شي.
د يادونې ده، چې په وروستيو کې د سي آی ای ملاتړ لرونکو افغان ځواکونو د هيواد په بيلابيلو سيمو کې په خپلو شپنيو عملياتو او هوايي بردونو کې زياتوالی راوستی چې تر ډيره پکې ملکي ميشت ځايونه، کلي، کلينيکونه او عامه ځايونه هدف ګرځيدلي او ملکيانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.



