طالبان: څوک چې د جګړې او سولې واک نه لري، د سولې خبرو په نوم ورسره وخت نه ضايع کوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۹، پنج شنبه)
طالبانو د ارګ چارواکو هغه څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې وايي، نوې طرحه کې يې له طالبانو د یوې مياشتې لپاره د اوربند غوښتنه کړې ده.
خو طالبانو ( د بې صلاحیته خلکو بې اهمیته طرحې) تر عنوان لاندې په یوه تبصره کې د امريکا دفاع وزارت هغه اعلان ته اشاره کړې چې وايي، په تيره سپتمبر مياشت کې يې پر افغان خاوره تر زرو زيات بمونه غورځولي چې په ترڅ کې يې زرګونه عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې او پر ځای د دې چې حکومت يې پوښتنه وکړي، هرکلی يې کوي او هغوی سره د همکارۍ نعره پورته کوي.
په مطلب کې د ارګ چارواکو ته پيغور ورکړل شوی چې ارګانونه او ادارې يې یو د بل امر نه مني او هر یو پر خپل بيلابيلې څرګندونې کوي زياتوي: (وړتیا او قابلیت یې دومره وي چې په لس مترۍ کې سره پراته ارګانونه یو د بل امر نه مني هر یو یې پرخپل سر بیلي بیلي څرګندوني کوي، هر یو جدا د امریکايي وایسرای په ریموټ کنټرول چلیږي، په یوه میاشت کې د درغلۍ راټولي شوې رایې نشي شمیرلی).
طالبانو ويلي، چې اوسنۍ واکمنه اداره د دوی د قانون له مخې ناقانونه او د امریکايي وایسرای په مټ واکمني کوي زياتوي (آیا دا ډول ملت دښمنه، بې صلاحیته اداره د دې وړتیا لري چې د سولې په اړه طرحې وړاندي کړي، آیا د دوی د دا ډول وحشیانه کړنو سره چې د ملت په وړاندي یې ترسره کوي؛ دا مناسبه ده چې له طالب څخه د اوربند غوښتنه وکړي).
د ارګ چارواکو په نوې طرحه کې له طالبانو د يوې مياشتې لپاره د اوربند غوښتنه کړې وه خو طالبانو ويلي چې دوی له پخوا د کابل چارواکو ورته ډول څرګندونو ته سپين ځواب ورکړی چې بار بار يې تکرار ته اړتيا نه ليدل کيږي په وينا يې (طالبان هیڅکله له هغه چا سره د سولې په نوم وخت نه ضایع کوي چې د جګړې او سولې واک یې له یرغلګرو سره وي).
طالبانو د کابل ادارې چارواکي د واشنګټن او نیويارک ساتونکي بللي چې په وينا يې خپل اولس د هغوی لپاره قربانوي.



