پکتيا: د طالبانو بريد کې څوارلس عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۹، پنج شنبه)

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر قطار بريد کړی چې ښکيلې غاړې يو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي.

د پکتيا د والي ویاند عبدالله حسرت وايي، دغه جګړه تيره شبه د یادې ولسوالۍ په سرکۍ سيمه کې شوې چې په ترڅ کې يې پنځه طالبان وژل شوي او درې ټپيان دي.

خو طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، په جګړه کې طالبانو ته زيان نه دی اوښتی او څوارلس تنه عسکر پکې وژل شوي دي.

نوموړي به خپله رسمي ټويټرپاڼه لکلي، (د برید په پایله کې ۱۴ عسکر ووژل شول، چې جسدونه یې د جګړې په ډګر پراته دي، ۳ نور ژوبل شول. یو ټانګ او ۲ غټ اکمالاتي موټر په بشپړه توګه ویجاړ شول).

مربوطه مطالب

Back to top button