مولانا فضل الرحمن: لاریون ته به دحکومت تر نسکورېدو دوام ورکوو

کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۹ لړم ، ١٣٩٨ل)
پاکستان کې د مذهبي ګوند جمیعت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن وایي، څو پورې چې یې د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت نه وي نسکور کړی، تر هغو پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان له له لر او بره د مذهبي سیاستوال مولانا فضل الرحمن په لکونه پلویان د لومړي وزیر عمران خان د حکومت پر ضد له پیل شوي ازادۍ مارچ سره یو ځای شوي دي.
دوی پر حکومت د فساد تور پورې کوي او وایي چې اوسنی لومړی وزیر عمران خان په درغلۍ واک ته رسېدلی دی او باید ژر تر ژره استعفا ورکړي.
د دغه لاریون ملاتړ د پاکستان ټولو مخالفو سیاسي ګوندونو کړی دی.
اوس ټول ګوندونه په یوه خوله دا وایي، څو پورې چې یې لومړی وزیر عمران خان کور ته نه وي لېږلی د دوی اعتراضونه به دوام لري.
یاد لاریون به نن اسلام آباد ته ننوځي او هلته به خپل لاریون پراخ کړي، د ځینو عکسونو او ویډیوګانو څخه معلومیږي چې ددې لاریون ګډون وال لکونو ته رسیږي او په یو غږ دعمران خان داستعفا غوښتنه کوي.



