کابل ټکى کام (جمعه، ۱۰ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو ادعا کړې چې له تېرو څلورویشتو ساعتونو راهیسې یې دهېواد په اتلسو ولایاتو کې بریدونه کړي، لسګونه عسکر یې وژلي او ټپیان کړي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي په خپره کړې اعلامیه کې لیکلي چې دا تلفات یې د ۴۵ لویو او وړو بریدونو په ترڅ کې دهیواد په اتلسو ولایاتو کې حکومتي لوري ته ور اړولي دي.
احمدي وایي،”دغه عملیات د هلمند، بادغیس، سرپل، غور، کندهار، هرات، ارزګان، فراه، زابل، بغلان، تخار، غزني، پکتیا، بلخ، ننګرهار، میدان وردګو، کندز او کاپيسا ولایتونو کې د حکومت په پوستو، مراکزو، قطارونو او اهدافو ترسره شول.”
احمدي زیاتوي:”د عملیاتو په لړ کې د ۲ قومندانانو په ګډون د حکومت ۷۸ تنه عسکر وژلي، ۴۲ تنه نور ټپيان کړي، او ۵۲ تنه دوی ته تسلیم شوي دي.”
طالبانو ویلي چې همدا ډول یې له حکومتي اړخ څخه ۴ پوستې او پراخې سیمې نیولي، ۹ عرادې هاموې ټانګونه او رینجر موټر هم له منځه تللي او خورا ډيره وسله له مهماتو سره ددوی ملګرو ته په لاس ورغلې ده.
د یادونې وړ ده، طالبانو په دې وروستیو کې دهېواد لر اوبر کې خونړۍ جګړې پیل کړي چې دهرې ورځې په تېریدو سره حکومتي لوري ته درانده تلفات اړوي، دا مسئله سیګار هم په خپل نوي راپور کې یاده کړې او اندیښنه پرې ښودلې وه.


















