کابل ټکی کام ۲۰وږی ۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د بدخشان له راغستان ولسوالۍ څخه په را رسېدلیو راپورونو کې ویل شوي دي چې طالب وسله والو د دغې ولسوالۍ په ټولو پوستو او دولتي ادارو سخت بریدونه پیل کړي دي.
یاده ولسوالۍ تر اوسه د طالب وسله والو په ولکه کې ده.
ځایي خلک وایي چې نن سهار طالب وسله والو د راغستان په مرکز او قمندانۍ تر سختو بریدونه لاندې راوستي دي، چې لا دوام لري.
راپورونه جوتوي چې د یادې ولسوالۍ د قمندان عبدالحی او د ۴ نورو مهمو قمندانانو په شمول د ۱۷ عسکرو په ګډون د وسله والو په بریدونو کې وژل شوي دي، او زیات شمېر مرګوني ټپیان دي.
طالبانو هم منلې ده چې د دوی ۳ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي، او ۴ ټپیان دي.
د امنیتي ځواکونو ادعاوې چې طالب وسله والو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده، طالبانو درواغ وبلله.


















