ډاکټر عبدالله: د اشرف غني په طرحه سوله ناشونې ده.

کابل ټکى کام (شنبه ، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ګډ حکومت اجرائیه مشر ډاکټر عبدالله له طلوع سره په خبرو کې ويلي چې د اشرف غني د سولې طرحه یوازې هیله ده او دغه ډول طرحو باندې د سولې راتلل ناشوني دي.

نوموړي ویلي، لومړی باید د سولې رښتينې او کلکه اراده رامنځته شي او بيا په یوه جامع طرحه باندې کار وشي. د ده په خبره، د اشرف غني د سولې طرحه د سولې تګلاره نه، بلکې د هغه اميد او هيله ده .

د عبدالله په خبره چې د دې طرحې په اړه نه د حکومت دننه مشورې شوې او نه له حکومت بهر سیاستوالو سره. “هغه طرحه چې پرې بحث کېږي، د دې پرځای چې یوه ټولیزه طرحه وي، تر ډېره توضیحات دي. د هیلو یوه برخه ده چې ترتیب شوې او ان دننه په حکومت کې هم پرې مشورې نه دي شوي.»

نوموړي سوله د افغان ولس اړتیا بللې، د ده په وينا د سولې په هکله باید ټولو خواوو سره مشوره وشي او شته نیمګړتیاوې له منځه ولاړې شي. ” د سولې اراده او پر دې باور چې د افغانستان خلک سوله خپل لومړی ضرورت ګڼي، مهم او بنسټيز نقاط دي”.

نوموړي وویل، مناسبه ده چې د سولې هېڅ فرصت باید ضایع نه شي؛ بلکې ګټه ترې پورته کړل شي؛ خو حکومت د سولې ډېر فرصتونه له لاسه ورکړل او ځان یې په لوی لاس انزوا کې راګېر کړ.

تېره اوونۍ د ارګ  له لوري د سولې یوه طرحه له رسنیو سره شریکه شوه، چې له هماغې لومړۍ ورځې له نيوکو او غبرګونونو سره مخ شوه..

مربوطه مطالب

Back to top button