په غزې اسرائیلو تازه بريدونه کړي

کابل ټکى کام (شنبه، ١١ لړم ، ١٣٩٨ل)

د فلسطين د خبري سرچينو له قوله چې د غزې په تړانګه د اسرائیلي هوایي بریدونو له امله یو فلسطينی وژل شوی. اسرائیلي پوځ بیا ويلي چې په يادو بریدونو کې يې یوازې د حماس سنګرونه په نښه کړي دي.

په غزې کې د روغتیایي چارو مسئولینو ويلي چې د جمعې په ماښام د اسرائیلو په هوایي بریدونو کې یو کس وژل شوی او درې نور سخت ټپیان شوي دي.
د آلمان خبري آژانس د راپور له مخې اسرائیلي پوځ ادعا کړې چې دغه بریدونه يې د اسرائیلو په خاوره د فلسطيني جنګياليو د توغندیزو بریدونو په ځواب کې ترسره کړي او یوازې د حماس مرکزونه يې په نښه کړي دي.

د جمعې په ماښام له غزې تړانګې د اسرائیلو د سویل په لور یو توغندی توغول شوی وو چې په “سدیروت ښار” کې په یو کور لګیدلی دی. خو په پيښه پيښه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.

د اسرائیلي پوځ له لوري په خبره شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې فلسطيني جنګياليو له غزې تړانګې څخه ۱۰ توغندي د اسرائیلو پر لور توغولي وو چې ۸ یي د توغندیو ضد دفاعي سیستم په مټ خنثی کړي دي.

اسرايلي پوځ وايي چې په غزې تړانګه کې یي د حماس ډلې د سمندري ځواکونو د توغندیو ضد یوه دستګاه او د وسلو جوړولو یو مرکز په نښه او له منځه وړى دی.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې د اسرائیلو په خاوره د توغندیز برید مسئولیت نه دی منلی. اسرائیل د حماس اسلامي ډله د هغو بریدونو مسئوله ګڼي چې د غزې په تړانګه کې رامنځته کیږي.

حماس په ۲۰۰۷ م کال کې د غزې تړانکې کنترول په خپل لاس کې واخپست. حماس ډلې د اسرائیلي دولت ختمول خپل هدف ټاکلی دی.

مربوطه مطالب

Back to top button