د متحده اماراتو پر کام اير الوتکو بنديز؛ مرکزي او ستر هوايي ډګر کې کېناستو ته نه پرېښودل کيږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۲، دوشنبه)

د افغانستان د هوايي چلند شرکتونو ټولنه وايي، چې متحده عربي اماراتو پر کام اير الوتکو بنديز لګولی او د هغه هیواد پر مرکزي او ستر هوايي ډګر د کېناستلو اجازه نه ورکوي.

د دغه ټولنې مشر فريد پیکار وايي، د افغان حکومت د پرانيستې فضا سياست چې ټولو بهرنيو شرکتونو ته يې د پروازونو اجازه ورکړې پر کورنيو شرکتونو ناوړه اغېز کړی او د دوی د سوداګرۍ مخه يې بنده کړې ده.

د پيکار په وينا، د کابل او دوبۍ تر منځ ترسره کيدونکي پروازونه ټول اماراتي شرکتونو انحصار کړي، ۹۰ سلنه الوتنې عربي شرکتونه کوي ځکه زمونږ شرکتونه زيانمن دي په خبره يې بايد کورنيو شرکتونو ته هم پام وشي او که شپږ پروازونه کېږي چې درې پکې کورنيو شرکتونو ته ورکړل شي.

دا مهال یوازې د اريانا هوايي شرکت چې د دولت په چوکاټ کې خپل فعاليت مخته وړي دوبۍ ته تګ راتګ کوي.

که څه هم کام اير شرکت د هيواد په داخل کې ولايتونو، ترکيې، سعودي هند او ځينو نورو هيوادونو ته هم الوتنې کوي خو د افغانستان هوايي چلند اداره وايي، دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو پروازونه د تخنیکي ستونزو له کبله کم شوي دي.

د هوايي چلند ادارې مشر قاسم وفايي زاده زياتوي، متحده عربي اماراتو د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی او شرکتونو ته د هغوی د ستونزو خبرداري هم ورکړل شوي دي.

بل پلو بيا شرکتونه وايي، هغومره ستونزې نه لري چې د دوی د الوتنو پر وړاندې خنډ رامنځته کړای شي خو زياتوي چې په لوی لاس د کورنيو شرکتونو د سوداګرۍ مخه نيول کيږي.

مربوطه مطالب

Back to top button