کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۲ لړم ، ١٣٩٨ل)
د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د اپوزیسیون ګوندونو ګډ لاریونونه لاهم روان دي.
د جمعیت ګوند مشر او د یاد لاریون سرلاري مولانا فضل الرحمن لاریونوالو ته په وینا کې ویلي، که چېرته عمران خان پر خپل وخت استعفا ونه کړي نو په راتلونکو دوو ورځو کې به سختې پرېکړې وکړي.
نوموړي ویلي، د عمران خان لپاره به غوره دا وي چې ژر له خپلې دندې په شا شي او تر وخت مخکې شفافو ټاکنو ته لار هواره کړي، ګنې د راتلونکو هر ډول بدو حالتو پړه به د هغه پر غاړه وي.
پاکستاني رسنۍ وایي چې په دې لاریون کې په لکونو خلکو ګډون کړی دی چې لاهم له خپلې غوښتنې په شا شوي نه دي.
خو د پنجاب والي، عثمان بزدار بیا ویلي، دا په پیاله کې سمندر هیچا ته هم زیان نه شي رسولی، هسې خپل ځان تکلیفول دي.
د عثمان په خبره، ولس د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره دی او هیڅوک دې تر وخت مخکې له واکه د عمران خان د لرې کېدو خوب نه ویني.
مولانافضل الرحمن لومړي وزیر ته دوه ورځې وخت ورکړی چې دلاریونوالو خبر ومني، او استعفا وکړي، خو عمران خان نه داچې د لاریونوالو خبر نه اوري؛ بلکه د استهزاء په ډول یې سپکاوی هم کوي.















