ډاکټر یوسف اکبري
زموږ لرغونی هېواد د یوې تپل شوې جګړې پر ډګر بدل شوی دی، د جګړې د دوام ډېر لاملونه دي، د سیمې او نړۍ د استخباراتي کړیو سیالۍ او خطرناکې موخې، د امریکا او ناټو پوځي جنګي حضور او د دوی نامعلوم اهداف هغه لاملونه بلل کېږی چې زموږ په هېواد کې یې د جګړې اور تاند ساتلی.
خو د جګړې د دوام ستر لامل پخپله د امریکا له سیاسي فارمونو څخه د راواردو شویو سیاسيونو تر منځ لانجې او ستونزې دي. که افغان ولس د یوه ولس او یوه ملت په څېر یو خپل پوخ محور درلودای، داسې زعامتونه یې درلودای چې ولس په رښتینې معنا رهبري کړیي او هېواد شموله خوځښت را پورته کړي، د ملي ګټو یو صادقانه فکر ولري او په رڼا کې یې له ټولو هغو لوریو سره چې په افغان جګړه کې ښکېل دي له یوه دریځه خبره مطرح کړي، دغه جګړه به نوره خپله درېدلې وای.
د ملي اغېزمنو څېرو نشتوالی او د رسا غږ نه اوچتېدل چې د هېواد په کچه یو محور جوړ کړي چې ټول ځپل شوی ولس پرې را ټول او له روانو لویو غمیزو نه راوویستل شي، د دې لامل شوي چې په درنې مرګ ژوبلې سربېره چې ولس مو یې په دې مردوده جګړه کې ګالي، زموږ ولس یې د ژوند په هر اړخ کې د ابتذال په لور روان کړی دی.
یواځې په خبرو نه وطن آبادېږي نه د ولس دردونه دوا کېدای شي، په محتوا فکر کول په کار دي که نه نو هره شیبه مو خبره د زوال په لور درومي.
د حکومت خبره تر دې هم ورانه ده، بالاخره خبره تر دې ورسېده چې د سي آی اې وسله وال ګروپونه د ولس پر سر رانازل کړای شوي. ارګ د هر ډول فساد په مرکز بدل شوی چې اوس یې هره ورځ نوي نوي ابعاد رسوا کېږي.
دا ټول د بدمرغې جګړې د دوام اغېزه ده، خو که ښه ورته ځیر شو، خبره هماغه ټکي ته درومي چې پخپله زموږ په ټولنه په تېره په خامو سیاسي کړیو او مشرتابه کې ستونزه ده، دوی هم خپله فارمي سیاسیون دي او هم یې هغه جوهر له لاسه ورکړی چې په ملي غمیزه کې ټول تړاوونه او ترجېحات شا ته کړي، د ولس د ژغورنې لپاره په یوه صادقانه جذبه پر یوه محور را ټول شي.















