کابل ټکى کام (یکشنبه، ۱۲ لړم ، ١٣٩٨ل)
د راپورونو له مخې د سوریې په شمالي ښار تل ابیض کې د موټر بم برید شوی چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او تر ۴۰ ډېر نور ټپیان دي.
د سوریې د بشري حقونو لندن مېشتې ډلې ویلي، دا پېښه د تل ابیض ښار په له ګڼه ګوڼې ډکه سیمه کې شوې ده چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۴۴ نور ټپیان شوي دي.
دا پېښه یوه میاشت وروسته تر هغه کېږي چې د ترکیې ملاتړ لرونکو سوریایي سرتېرو راپور ورکړ چې دا سیمه یې په بشپړه توګه د وسله والو ډلو له موجودیته پاکه کړې ده.
راپورونه دغه راز وایي، د یاد هېواد په شمالي سیمو کې د روانو جګړو له امله په زرګونو بې کوره شوي خلک په خورا بد بشري وضعیت کې قرار لري.
د دې پیښې مسئولیت تر دې وخته کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.
















