په دې ۷ دلایلو ګاز لرونکې مشروبات مه څکئ!

ژباړه: حُسنا ساپۍ
د نوشابې څکل د وینې فشار لوړوي
د وینې لوړ فشار د زړه د ناروغیوو یو خطر ناک عامل دی. نویو څېړنو ښودلې چې په ورځ کې یوه قطۍ شکر لرونکې نوشابه څکل په منظم ډول د وینې د فشار د لوړېدا سبب ګرځي.
د نوشابې څکل د هاضمې سیستم د ګډوډۍ لامل کېږي
څېړونکې وايي په نوشابو کې ټول کارېدلي مواد ضرري دي، او هېڅ ډول ګټور مواد په کې شتون نه لري. بې رنګه نوشابې سره له دې چې د کیمیاوې رنګ په نه لرلو له نورو سره توپیر لري، خو ډاکټران یې د څکلو اجازه نه ورکوي. څېړونکي وايي د غذايي موادو د هضم له پاره د انسان وجود د نوشابو څکلو ته اړتیا نه لري، نو اړینه نه ده چې د زر هضم کېدو له پاره نوشابه وڅکل شي.
نوشابه د سکتې خطر زیاتوي
په دوامداره توګه نوشابې څکل د سکتې خطر په سلو کې ۶۱ سلنه زیاتوي.
ګاز لرونکي نوشابې د هډوکو د رژېدو لامل کېږي
څېړونکي وايي چې ګاز لرونکې نوشابې د زیات سلفیټ په لرلو سره د کلسیم د جذب مخه نیسي، چې په دې سره د زیاتو نوشابو څکل په وجود کې د کلسیم د کمبود سبب کېږي او د کلسیم په نه شتون کې هډوکي کمزوري کېږي، چې بالاخره هډوکي خپل خاصیت له لاسه ورکوي او ماتېدنې په کې رامنځته کېږي.
د نوشابو څکل د غاښونو د رژېدو سبب ګرځي
په زیاته کچه له نوشابو نه ګټه اخستل په وجود کې د کلسیم د جذب مخنیوی کوي، چې له دې وجې د انسان د وجود د هډوکو له کمزورتیا سربېره، غاښونو ته هم ډېر تاوان اړوي او د وخت په تېرېدو د غاښونو د رژېدو لامل کېږي.
د نوشابو څکل د معدې د سرطان احتمال زیاتوي
څېړونکي وايي، چې په اونۍ کې د دوه ځله څخه زیات نوشابه څکل د معدې د سرطان احتمال زیاتوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې په سینګاپور کې پر ۶۰ زره کسانو څېړنه ترسره شوې او په پایله کې هغه کسان چې د نوشابو پر ځای یې د طبیعي مېوو له جوسو نه ګټه اخستله د معدې د سرطان ناروغۍ کچه په کې تر ټولو کمه وه.
د نوشابو څکل په ګردو کې تیږې پیدا کوي.
په وینه کې د فاسفوریک اسید د زیاتوالي له کبله ګردې تر فشار لاندې راځي، نو په داسې حال کې ګردې نه شي کولی په چټکۍ سره هغه تصفیه کړي، په دې وخت کې ګردې له جدي ستونزې سره مخ کېږي.
د زیاتو نوشابو څکلو په وجه کلسیم له هډوکو نه خارجېږي او په وینه کې ګډېږي، چې په دې سره اضافي کلسیم په ګردو کې رسوب کوي او بالاخره په ګردو کې د کلسیمي تیږو د جوړېدو سبب کيږي



