ترکي ځواکونو سوريه کې د وسلو ستر ډيپو کشف کړی

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)
ترکي ځواکونو د “سولې چینې” عملیاتو په ترڅ کې د سوریې راس العین سيمه کې د پوځی مهماتو یو ستر ډیپو کشف کړی چې په ډېر شمير د هاوان امريکايي مارکه توپونه هم په کې دي.
په دې عملياتو کې د سوریې ترکي پلوه ځواکونو هم برخه اخيستې ده، چې په پايله کې يې ډېر شمېر وسلې نيولي دي. يادې وسلې چې په سترو صندوقونو کې ځای پرځای په انګلیسي ژبه ليکل شوې لارښونې هم ورسره وې.
دې وسلو کې ۶۰ صندوقه ۱۲۰ ملي متري هاوان توپونه موجود دي، چې ۸ کیلومتره مزل کوي.
د ياونې وړ ده چې د اکتوبر په ۱۳ مه نيټه د ترکیې وسله والو ځواکونو او سوریې ملي اردو ځواکونو د پلټنو پر مهال د راس العین په ولسوالۍ کې لویې لارې ته نږدې د وسلو او مهماتو یوه ستره ډیپو کشف کړې وه چې پدې ډيپو کې د الوتکو ضد امریکايي وسلې هم پکې وې.
ترکي ولسمشر رجب طیب اردوغان څوځله دعوه کړې چې امریکا د (پی کې کې/ وای پي جي) وسلوالو سازمانونو ته په زرګونو ټیلره وسلې ورکړي دي چې وسلوال ددې وسلو نه بیرته د ناټو غړي هيواد ترکیې پر ضد استفاده کوي.



