د سي ای اې پخوانی مشر: ټرمپ ليونی او بهرنۍ پاليسي يې ناکامه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۳، دوشنبه)
د امريکايي استخباراتو (سي آی ای) پخوانی مشر جنرال ميچل هايډن (Michael Hayden) وايي، چې ټرمپ لیونی او بهرنۍ پاليسي يې هم ناکامه ده.
ميچل هايډن چې د امريکايي استخباراتو مشري يې هم کړې ويلي، د عراق او نورو سيمو په اړه د ټرمپ پاليسۍ ناکامې دي او کيدلی شي چې د نوموړي د ناکامو پاليسيو له کبله دغه هیوادونه خطر پیدا کړي.
امریکايي جنرال ټرمپ ليونی او د هغه جګړييز ماموريت يې ناکام بللی زياتوي اوس مهال بايد د امريکا پاليسي بدله شي او ټول اړخونه بايد د دغه پاليسې د بدلون هڅې وکړي ځکه په وينا يې ټرمپ دا وړتيا نه لري چې د امريکا دغه ناکامه پاليسي بدله کړي.
د يادونې ده چې په وروستيو کې د امريکايي اولس له خپل ولسمشر سره نفرت زيات شوی او ډیری امريکايان د دغه نفرت اصلي لامل په افغانستان او عراق کې د جګړې دوام بولي.
ټرمپ پرون د يک شنبې په ورځ یوه لوبغالي ته ورغلی و چې د خلکو له سپکاوي د ډکو نعرو سره مخ شو او ډيری امريکايي وګړو ورپسې چيغې وهلې چې (ويې تړۍ).



