ترکیه: د داعش نيول شوي جنګیالي به خپلو هیوادونو ته وسپارو

کابل ټکى کام (دوشنبه ، ١٣ لړم ، ١٣٩٨ل)

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر تيره ورځ ويلي چې هیواد به یې د داعش د غړو له پاره کوم “هوټل” نه دی جوړ کړي او غواړي د دغې وسلوالې او ويره اچونکې ډلې نيول شوي جنګیالي جرمني او ځینو نورو اروپايي هیوادونو ته وسپاري.
ترکیې وايي چې د داعش وسلوالې ډلې ۲۰ جرمني غړي به ډير ژر خپل هيواد ته وليږي.
ياد خبر د ترکیې د ولسمشر “رجب طیب اردوغان” د نړيوالو اړيکو مسٶل هم تايٸد کړى دی. د “فحرتین التوم” د معلوماتو په اساس د ترکیې پوځ یوه میاشت مخکې د سوریې په شمال کې دسولې دچينې په نوم د تازه پيل شويو پوځي عملیاتو په لړ کې د داعش څلور جرمني غړي نیولي دي.

ښاغلي التوم په استانبول کې یو شمیر رسنیو ته ویلي موږ د وسلوالو ډلو په ضد مبارزه کې د خپلو متحدینو ګډې همکارۍ او ګډ مشارکت ته اړتیا لرو

تيره ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزیر “سلیمان سویلو” ویلي وو موږ د هیڅ کوم هیواد د داعش د غړو له پاره هوټل نه دې جوړ کړى.

هغه په ځينو هغو اروپايي هيوادونو باندې کلکې نيوکې وکړى چې له خپلو اتباعو يې تابعيت سلب کړى.

مربوطه مطالب

Back to top button