نشنل انټرسټ: امریکایي ځواکونه له سعودي څخه د ایران څارنه کوي

کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)

نشنل انټرسټ نشریه وایي، د واشنګتن او تهران له کړکېچ وروسته زرګونه امریکايي عسکر په منځني ختیځ کې د ایران د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوي دي.

یاده نشریه زیاتوي، د منځني ختیځ د نورو هېوادونو تر څنګ په سعودي عربستان کې هم د امریکا زرګونه عسکر او الوتکې د ایران د کنټرول لپاره ځای پر ځای شوي، او ددې هېواد څارنه کوي.

ددغه نشریې په خبره، امریکا غواړي په دې توګه په سیمه کې د ایران فعالیتونه کنټرول کړي او ددغه هېواد د نورو ورانکاره اقداماتو مخه ونیسي.

په منځني ختیځ کې د امریکا حضور وروسته له هغه پراخ شو چې د سعودي عربستان د تېلو پر چاڼځایونو ډرون بریدونه وشول.

امریکا په تازه اقدام کې له ترکیې سره پر پوله په سوریه کې هم خپل ځواکونه بېرته ځای پر ځای کړي دي.

د ایران او امریکا ترمنځ روان کړکېچ وروسته له هغه پراخ شو چې واشنګتن تهران له اټومي تړون څخه په سر غړاوي تورن کړ، او ځینې بندیزونه یې پرې ولګول.

مربوطه مطالب

Back to top button