کابل ټکى کام (دوشنبه، ۱۳ لړم ، ١٣٩٨ل)
د موجوده حکومت پخواني مشر حامد کرزي د پکتیا په ځاځي اریوب او د بغلان په ډنډ شهاب الدین ولسوالیو کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د ملکي وګړو پر وژل کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.
د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په خپرې شوې اعلامیه کې راغلي، کرزی دغه ډول وحشیانه او ظالمانه بریدونه په کلکو ټکو غندي.
سرچینه کاږي، کرزی د ملکي خلکو پر وړاندې نظامي عملیات هغه که په هر عنوان وي بشري ضد جنایت او د ټولو انساني او اسلامي اصولو خلاف عمل بولي.
د سرچینې په خبره، پخوانی ولسمشر له ټولو افغانانو غواړي چې په هېواد کې د وینې تویېدنې د درېدو په موخه سره یو موټی او د بین الافغان خبرو له لارې روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
کرزی دتېر په څېر بغیر له کوم غوڅ اقدام دبهرنیو قوتونو وحشیانه حملې فقط د اعلامیو پر مټ غندي، خو نوموړی تر دې مهاله داشغال پر ضد کوم قاطع دریځ نلري.


















