کابل ټکى کام (سه شنبه ، ١٤ لړم ، ١٣٩٨ل)
ولسمشر روحاني دا څرګندونې په پلازمینه تهران کې جوړه شوې د ا”زادې نوښتګرۍ” د فابریکې د پرانیستو په مراسمو کې کړې.
روحاني وویل چې دا ګام يې ځکه پورته کړ چې اروپايي ټولنې د ایران سره په کړو ژمنو او تعهداتو وفا عمل ونکړه اوخپلې کړې ژمنې يې پر ځای نه کړې.
ايراني ولسمشر په خپله وینا کې وویل څرنګه چې موږ هر ځل ویلي که چیرې مقابل لوری خپلې ژمنې عملي کړي مونږ کولای شو چې ددې ګام نه لاس په سر شو . یا يي لغوه کړو. که چیرې د اټومي تړون مقابل لوری په خپلو ژمنو عمل وکړي مونږ به هم د ۲۰۱۷م کال تعهداتو او ژمنو ته بیرته ور وګرځو.

















