فرانسه: يوموټر کې ۳۰ پاکستاني پناغوښتونکي نيول شوي

کابل ټکى کام (سه شنبه ، ١٤ لړم ، ١٣٩٨

د فرانسې امنيتي چارواکي وايي چې د تلاشي پر مهال يې ۳۰ پاکستاني پناغوښتونکي نيولى، چې يوه لارۍ کې انتقاليدل. د چارواکو په خبره د لارۍ پاکستانی چلونکی هم نیول شوى دی.

تېره ورځ د فرانسې د “نیسا ښار”لويې څارنوالۍ خبر ورکړ چي دغه پاکستاني وګړي، چې درې تنکي ځوانان هم پکې دي، د “لاتوربي” سيمه کې د ایټالیا له پولې سره نژدې نيول شوي دي، چې وروسته د ایټاليا امنيتي چارواکو ته سپارل شوي دي.

د فرانسې لویه څارنوالۍ وایي اوس باید دا وڅیړل شي چي د دغې پیښې تر شا خو به د قاچاق وړونکو کومه یوه شبکه لاس نه لري.

د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې اروپا ته تلونکې یوې لارۍ کې د ډېرو پناه غوښتونکو مړي موندل شوي وو.

مربوطه مطالب

Back to top button