پاکستان: د حکومت او اپوزيسیون مذاکرات ناکام شول

کابل ټکى کام (سه شنىه ، ١٤ لړم ، ١٣٩٨ل)

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د واکمن تحریک انصاف ګوند او مولانا فضل الرحمن په مشرۍ د حکومت ضد لاريون کوونکو تر منځ د دویم ځل لپاره هم خبرې له کومې پايلې پرته پای ته رسېدلې دي.

مذاکراتو کې د اپوزيوسيون د “مشرتابه” لومړنۍ غوښتنه دا وه چې وزیراعظم عمران خان به استعفا ورکوي، خو حکومت ټينګار کوي چې دا غوښتنه يې ناقانونه ده او هيڅکله به ونه منل شي.

اپوزيسيون سره د حکومتي مذاکراتي پلاوي مشر پروېز خټک نن په ا سلام اباد کې د مخالفو ګوندونو له مشرانو سره له خبرو وروسته یوې ګډې خبري غونډې ته وویل، دواړو لورو پر خپل دریځ ټینګار کاوه.

د پروېز خټک په وينا حکومت له اپوزيسيون ګوندونو سره د ډېرو غوښتنو پر منلو رضا شوی دی او د نورو غوښتنو په اړه به هم د دوی ترمنځ تر منځ خبرې دوام لري.

بل لورته د اپوزیسيون د مذاکراتي پلاوي مشر اکرم خان دراني رسنیو ته ویلي له حکومت سره به په خبرو کې هغه مهال پرمختګ وشي، چې عمران خان استعفا ورکړي.

نن سه شنبه وزیر اعظم عمران خان هم له حکومتي پلاوي سره تر ناستې وروسته ویلي، له استعفا پرته د مخالفو ګوندونو د نورو غوښتنو منلو ته تیار دی.

د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ اسلام اباد کې د “ازادي مارچ” نن شپږمه ورځ ده، چې د پاکستان له ټولو ايالتونو پکې لسګونه زره خلک ګډون لري. د اپوزيسيون نږدې ټولو ګوندونو د دې لاریون ملاتړ کړی؛ خو په لاريون کې د جمعیت علماء اسلام ګوند پلویان زیات لیدل کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button