کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸)
د چهارشنبې په ورځ (نومبر۶) د هند د لکهنو ښار کې افغان ملي لوبډلې د ویسټ انډیز سره د يو ورځنيو سياليو د لړۍ لومړۍ لوبه وکړه. ويسټ انډير د پچې له ګټلو وروسته افغانستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
افغان لوبډلې په ۴۵ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۹۴ منډې وکړې او ویسټ انډیز دا هدف پوره او لوبه یې وګټله.
په افغان لوبغاړو کې اکرام علي خيل تر ټولو ډېرې ۶۱ منډې وکړې. رحمت شاه ۵۸ او اصغر افغان ۳۵ منډې وکړې.
سره له دې چې د ویسټ انډيز دوه لوبغاړي هتمایر او لویس ژر وسوځېدل خو د سر لوبغاړي “هوپ” او څلورم لوبغاړي “چیس” یې د څه باندې ۱۵۰ منډو ملګرتیا وکړه او افغانستان ته یې ماتې ورکړه.


















