ترکیې خپله پرمختللې جنګي چورلکه نندارې ته وړاندې کړه

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱۵ لړم، ۱۳۹۸ل)
ترکیه وايي د “اټاک ۲” په نوم قوي او پرمختللې جنګي چورلکه يې په برياليتوب ازمويلې.
د يادونې وړ ده چې “اټاک ۲” پرمختللې جنګي الوتکه د ترکيې دوسلوالو ځواکونو اړتیا ته په کتو جوړه شوې ده .
ياده چورلکه د ډیر دروند بار د انتقال، په ډیرو سختو او بدو هوايي شرایطو کې د الوتنې ، مقاومت، د هدف د ويشتلو او عکاسي په ډیره لوړه او پرمختللې تکنالوژۍ سمبال ده.



