کابل ټکی کام ۲۰وږی/۱۳۹۴
راپور: احمدالله مهاجر
د فراه امنیتي چارواکي وایي چې پر خاک سفید ولسوالۍ سلګونه طالب وسله والو حمله کړې ده.
امنیه قمندانۍ وايي چې د ولسوالۍ پر مرکز او نږدې کلیو حملې شوي او جګړه لا دوام لري، او د کلیو اوسېدونکو خپل کورونه پرې اېښي دي.
ځایي خلک وایي چې وسله والو طالبانو د خاک سفید ولسوالۍ محاصره کړې، او شېبه په شېبه د محاصرې کړۍ تنګیږي، امنیتي چارواکي نشي کولای چې وتښتي.
راپورونه جوتوي چې د ملي امنیت ځواکونو ته درانه تلفات اوښتي دي.


















