کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
په اسيايي هيوادونو کې د گرځنده تلیفون انترنت په تېزوالی کې “مالديف” او “سريلنکا” په لومړي درجه کې دي.
افغانستان بيا په دې نړيواله درجه بندۍ کې وروستی مقام لري.
د تليفون او “وای فای” لرونکي انترنت د تيزوالي دکچې په اړه دا راپور د “اوکلا” په نوم يو نړيوال شرکت “انديکس” چمتو کړی دی.
د “سپيد تيست” په نوم هغه انترنت پاڼه چې په نړۍ واله کچه د انترنت د تېزوالی د کتلو لپاره کارول کيږي، هم په همدې شرکت پورې اړونده دی.
په موبايل تليفونو کې د انترنت د تيزوالي دکچې د معلومولو په دې نړيوال څيړنيز راپور کې په ۱۴۰ هېوادونو کې دانترنيت دسرعت دکچې په اړه معلومات خپاره شوي.
د “انديکس” دتازه راپور په حواله په نړۍ واله کچه د موبايل انترنت اوسط «ډاون لوډ» ياد راکښته کولو سرعت ۲۹،۵۰ میګا بټس او «اپ لوډ» يا پورته کولو سرعت په ثانيه ۱۱،۳۴ ميگا بټس ثبت شوی دی.د “سپيډ ټيسټ” او نړيوال “انديکس” په خبره په نړۍ کې د گرځنده تليفونو تر ټولو ډیر تيز لرونکی انترنت جنوبي کوريا لري، چېرې چې د انترنت اوسط سرعت په ثانيه ۹۵،۱۱ ميگا بټس وو.
په جنوبي آسيا کې د موبايل انترنت
په نړيواله درجه بندۍ کې افغانستان تر ټولو وروستی مقام اوجنوبي کوريا ترټولو لومړی مقام خپل کړی.
















