کابل ټکى کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم ، ١٣٩٨ل)
وسلوالو طالبانو په بغلان ولایت کې دکابل پوهنتون استاد په وژنه کې خپل لاس لرل رد کړي، او دحکومتي چارواکو ادعاوې یې پروپاګنډ بللي دي.
د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي《په بغلان ولایت کې د کابل پوهنتون د استاد عزیزاحمد پنجشیري وژل کیدل د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري.
نوموړی یو ملکي شخص وو چې وژل یې هیڅ توجیه نه لري او نه زموږ لپاره کوم هدف و.
مجاهد زیاته کړې، په دې اړه د مزدور دښمن پروپاګند د بدنامولو هڅه ده چې موږ یې ردوو》.
یاد استاد تېره ورځ دبغلان _ کندز پر لویه لار د مرکزي بغلان په همت خېلو کلي کې وژل شوی وو چې حکومت یې پړه پر طالبانو اچولې وه.

















