کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۶ لړم، ۱۳۹۸ل)
راپورونه وايي چې د هند په “دهلي” ښار کې د سختې ککړې هوا له امله د هندي او بنګلدیشي لوبډلو ترمنځ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې لوبغاړو د توپ وهنې پر مهال کانګې کړي دي.
د راپور په اساس چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د لومړۍ شل اوریزې سیالۍ په وخت کې د دوه بنګلدیشي لوبغاړو کانګې کړی، چې یو یې “سومیا سرکار” و چې د هوا ککړتیا له کبله یې حالت خراب شو.
له تېرو دوه اوونیو راهیسې د “هند” په ګڼو ښارونو کې په ځانګړې توګه دهلي کې د ککړې هوا درجه وژونکي حالت ته رسیدلې ده، چې له امله یې د هند د روغتیا وزارت په ياد ښار کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.
لوبغاړو له لوبې وړاندې د تمریناتو پرمهال هم د ککړې هوا څخه د ځان ساتلو لپاره خولې ته ماکسونه هم اچولي وو.
د هند د حکومت لخوا د سختې ککړې هوا له امله ددغې لوبې د ځای بدلولو یا هم ختمولو وړاندیز شوی و، خو د هند “کرېکټ بورډ” د لوبغاړو روغتیا ته اهمیت فکر ونه کړ او لوبه یې ترسره کړه.
په ياده لوبه کې د بنګلدیش لوبډلې د شل اوریزو په تاریخ کې په لومړي وار هندي لوبډلې ته ماتې ورکړه، اوس د دواړو لوبډلو ترمنځ په “راجکوټ” ښار کې دویمه شل اوریزو لوبه روانه ده.

















