ایران کې قوي زلزلې مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل)
نن د جمعې په ورځ سهار وختي د ایران په شمال لویدیځ کې د ريښتر په کچه ۵،۹ قوي زلزله رامنځ ته شوې ده، چې لږ ترلږه شپږ تنه يې وژلي او تر ۳۱۰ ډیر نور یې ټپیان کړي دي.
رسنيو د ایران دولتي چارواکو په حواله خبر ورکړی، چې ژغورنې ټيمونه زيانمنې سیمې ته رسيدلي، او ويره ده، چې د قربانيانو شمېر به زيات شي.
د امریکا متحده ایالاتو د جيولو جيکي سروې ادارې د دغې زورورې زلزلې مرکز د ايران د “اسب فروشان” ښار ته نږدې بللی دی.
د ایرنا خبري آژانس په حواله ددغې زلزلې ټکانونه د ایران په لویدیځ آذرباییجان، گیلان، اردبیل او زنجان ایالتونو کي هم حس شوي دي.
د يادونې وړه ده چې د ایران په شمال لویدیځ او د ترکیی په ختیځو سيمو کې تل زلزلې رامنځته کیږي.



