مولانا عبدالله: ښايي د ټاکنو د لومړنيو نتائجو اعلان بيا وځنډيږي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۷ لړم، ۱۳۹۸ل)
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یو کمېشنر مولانا عبدالله وايي، چې ستونزو او د کارونو ډېروالي ته په پام فکر نه کوي، چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې یو ځل بيا وځنډيږي.
دا خبره په داسې حال کې کيږي، چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د مهالوېش له مخې ټاکل شوې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د د روانې «لړم میاشتې پر ۲۳مه» نېټه اعلان شي.
خو نن جمعه د نومبر پر ۸مه «لړم۱۷مه» د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د کمېسیون کارې ظرفیت او د لارې اوږدوالي ته په پام، شونې ده لومړنۍ پایلې پر ټاکل شوې نېټه اعلان نشي.
هغه زیاته کړه، چې تر اوسه د ۸۴۹۴ مرکزونو د رایو د بیا شمېرنې په موخه کوم عملي ګام نه دی پورته شوی. او په دې هکله کومه پرېکړه هم نه ده شوې.
ټاکل شوې وه، د میزان میاشتې پر ۶مه نېټه د تر سره شويو ټاکنو لومړنۍ پایلې یې د میزان میاشتې پر ۲۷مه نېټه اعلان شي؛ خو د ټاکنو کمېسیون د یادې نېټې د ځنډېدو خبر ورکړ . اوس دا دی يوځل بيا داسې ښکاري چې د ټاکنو د لومړنيو نتائجو اعلان يوځل بيا وځنډيږي.



