کندهار: پر پوځي قرارګاه موټربم او وسله وال برید عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۱۸، شنبه)
د کندهار ولايت په ارغنداب ولسوالۍ کې پر يوه پوځي مرکز موټر بم او وسله وال برید عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي خبري سرچینې وايي، دغه برید شاوليکوټ ولسوالۍ مربوط په چنار سیمه کې د شاهرا د پوليسو پر قرارګاه شوی دی.
په موټربم چاودنه کې له هاموي ټانګ استفاده شوې چې د قرارګاه په قرول کې ورته چاودنه ورکړل شوې ده.
امنیتي سرچينې وايي، په برید کې ګڼو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د قرارګاه زياته برخه زیانمنه شوې ده خو تر اوسه د وژل شويو پوليسو کره شميرې نه دي په ډاګه شوي.
د کندهار د والي ویاند بهير احمدي د طالبانو بريد تاييدوي چې په خبره يې د پوځي کنډک په لومړي قراول کې لومړی موټربم او وروسته وسله وال بريد پيل شوی زياتوي چې کومکي ځواکونه سيمې ته رسيدلي او لا هم جګړه روانه ده.
احمدي وايي، تلفات اوښتي خو په اړه يې تر اوسه جزيات نه دي ترلاسه کړي.
طالبانو د بريد مسؤوليت منلی وياند يې قاري یوسف احمدي په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي، دغه برید د هاموي ټانګ څخه په ګټې اخيستو د يوه سرتيري بريدګر له خوا پر ياده قرارګاه ترسره شوی چې په خبره يې قرارګاه په بشپړه توګه ویجاړه او پکې ميشت زيات عسکر وژل شوي دي.
د ښاغلي احمدي په وينا، وروسته نورو طالب وسله والو هم پر ياده قرارګاه برید کړی چې په خبره يې لا هم جګړه روانه ده.



