ثبات او همپالنې ټيم: د ۸ زره محلونو د رایو بیا شمېرنه ورته د منلو نه ده

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۸ لړم، ۱۳۹۸ل)

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون، په ټول افغانستان کې د ۸۲۵۵ محلونو د رایو د څېړنې او بیا شمېرلو بهیر پيل کړی دی.

د ياد کمېسیون ویاند ذبیح سادات د شنبې په ورځ رسنيو ته وويل: “ولایتونو ته د ټاکنو کمېسیون د کار کوونکو سفرونه پيل شوي، چې ټاکل شوې هلته د رایو د بیا شمېرنې بهیر ژر پيل شي.”

خو د ‘ثبات او همپالنې’ ټېم د ټاکنو کمېسیون له یادې پرېکړې سره مخالفت وښود او تور يې ولګاوه چې کمېسیون له” قانون ماتولو” څخه لاس نه دی اخیستی.

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې په وينا چې خپلو ټولو ولایتي ناظرینو ته يې لار ښوونه کړې، چې د موضوع تر روڼتيا به یې ناظرين په ياد بهیر کې ګډون ونه کړي.

د ثبات او همپالنې ټيم د دريځ په ځواب کې د کمېسیون ویاند ذبیح سادات ویلي:”د ټاکنیزو ټکټونو زیات ناظرین، د ساسي احزابو او څار بنسټونو ناظرین” د رایو څيړلو او بیا شمېرنې بهیر ته حاضر شوي او که چیرې د ثبات او همپالنې ټيم ناظرین دغه بهیر تحريم کړی، بيا به هم دوی به خپل کار ته دوام ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button