عراق: د امریکایي ځواکونو په قرارګاه توغوندیز بریدونه شوي

کابل ټکى کام (شنبه، ۱۸ لړم ، ١٣٩٨ل)

د عراقي رسنیو د راپورونو له مخې نن نامعلومو وسلوالو په عراق کې د القیاره پر نظامي اډه ۱۷ راکیټه توغولي دي.

امریکایي چارواکو تر اوسه ددغه راکیټي بریدونو د ځاني او مالي زیانونو په اړه څه نه دي ویلي، خو ویل کېږي چې برید تلفات لري.

القیاره د عراق په شمال کې د امریکايي ځواکونو مهمه نظامي اډه ده چې ددغه پوځ سلګونه عسکر او نظامي تجهیزات پکې موجود دي.

ددغه نظامي اډې ډېری عسکر دداعش ضد جګړه کې فعالیت کوي.

د عراق ددفاع وزارت ویلي چې په القیاره کې د امریکايي ځواکونو هوايي قوتونه هم پراته دي.

سرچینې وايي ددغه راکیټي بریدونو د عاملینو پر ضد عملیات پيل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button