ايران: د نفتو نوې زيرمې کشف شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱۹ لړم، ۱۳۹۸ل)

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې په “خوزستان” ولایت کې یې د نفتو پراخې زیرمې کشف کړی دي. روحاني وویل چې له دغو نویو کشف شوو زیرمو څخه ممکن ۵۰ میلیارده بوشکې تيل وويستل شي.

خو د اقتصادي چارو ماهرين په دې اند دي چې په ایران باندې لګول شوي نړیوال اقتصادي بندیزونه به د دې سبب شي چې دغه نفت نړیوالو بازارونو ته لار ونه مومي.

ولسمشر روحاني په خپله وينا کې زیاته کړه چې دغه د نفتو نوې کشف شوې زیرمې د حکومت له لوري ایراني ملت ته یوه کوچنۍ ډالې ده.

روحاني زیاته کړه: “زه سپینې ماڼۍ ته وایم چې په هغو ورځو کې چې تاسې د ایران د نفتو پر خرڅلاو

بندیز وضع کړ، د دې هیواد کارګرو او انجینرانو وکولی شول چې د نفتو د ۵۳ میلیارده بېرلو نوې زیرمې کشف کړي.”

د یادونې وړ ده چې ایران په نړۍ کې د تېلو یو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او کلنی تولید یې میلیاردونو بېلرونو ته رسېږي. د تېلو د زېرمو له مخې ایران په نړۍ کې څلورم او د غازو د زېرمو له پلوه د نړۍ دویم لوی هېواد دی.

مربوطه مطالب

Back to top button