پاکستان: نوازشريف لندن ته تر تګ وروسته روغتون کې بستر شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۰، دوشنبه)
د پاکستان پخوانی لومړی وزير نواز شريف لندن ته تر رسيدو وروسته په یوه خصوصي روغتون کې بستر شوی دی.
نوازشريف په ۲۰۱۷م کال کې درېيم ځل د هغه هیواد لومړی وزير شو خو د سترې محکمې له خوا سلب صلاحيت او په فساد کې د لاس لرلو په تور په اووه کاله بند محکوم شوی و چې څه موده يې په زندان کې تيره کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د يکشنبې په ورځ وويل “د نوازشريف د مسافرت لپاره حقوقي موانع رفع شوي، ځکه ډاکترانو ورته ویلي چې د هغه د ژوند د ژغورنې لپاره باید په بهر کې تداوي شي.”
پرون په پاکستان کې د نوموړي طبي معاینه وشوه چې حکومتي او نورو ډاکټرانو ورته د بهرنيو روغتونونو ته د تګ مشوره ورکړه څو په بهتره طريقه يې تداوي وشي.
دغه راز د پاکستان د کورنيو چارو وزیر اعجاز شاه هم وايي، چې بهر ته د نوازشريف د تګ لپاره د دغه هیواد لومړي وزير عمران خان سپارښتنه کړې وه چې په وينا يې بايد پر ناروغۍ يې سياسي معامله ونه شي.
نوازشریف د شکرې ناروغۍ تر څنګ د زړه او پختورګو ناروغۍ هم لري چې وخت ناوخت د پاکستان په بند کې د يادو ناروغيو له کبله به روغتون ته وړل کيده.
نوازشريف او ګوند يې پر هغه لګيدلي تورونه رد کړي زياتوي چې پر ده لګيدلي تورونه سياسي انګيزه لري.



