ترکيې خپلو هيوادونو ته د داعش د نيول شويو غړيو لېږد پيل کړ

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰لړم، ۱۳۹۸ل)

د ترکیې هيواد د داعش ډلې د نيول شويو وګړیو خپلو هیوادونو ته د لیږد لړۍ نن په رسمي توګه پیل کړه.

د ترکېې د کورنیو چارو وزارت ویاند ‘اسماعيل چاتاکلي’ رسنيو ته په خبرو وویل چې ترکیې د امریکا یو تن داعشي له خپل هيواد څخه ويستلی دی.

د نوموړي په وينا چې ياد امريکایي وګړی په ترکیه کې د تحقیقاتو او قانوني مراحلو د پلي کیدو نه وروسته د ترکیې نه ایستل شوی دی.

ترکیه دا ګام داسې مهال اخلي چې  څه موده وړاندې د ياد هيواد د کورنیو چارو وزیر ‘سلیمان سویلو’ ویلي و، چې ترکیه د داعش ډلې د غړيو لپاره هوټل نه دی چې دلته به ساتل کیږي.

هغه ویلي و که هر څومره یې خپل هيوادونه د دې جنګياليو تابعیت لغوه کړي، ترکیه به هر نیول شوی جنګيالی خپل خپل هیواد ته ليږي.

مربوطه مطالب

Back to top button