څارګر احمدزی
د تېرې ميزان د مياشتې په شپږمه نېټه په افغانستان کې ولسمشريز ټاکنې تر سره شوې چې د ټاکنو د کميسيون په وينا پايلې به يې ډېرې ژر اعلان شي خو لاتر اوسه يې هم معلومات نشته. دا ټاکنې چې ډېر ځله يې د اعلانېدو نېټه اعلان شوه خو لا تر اوسه هم نه دي اعلان شوي. ښايي د ټاکنو د ډېر ځنډ له امله افغانستان بيا د سياسي بحران شاهد واوسي.
دوه ټيمونه چې يو يې د شمال له لويو غړو څخه تشکيل شوی دی، چې مشري يې اوسنی اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله کوي او دويم يې بيا د دولت ساز ټيم په نامه باندې دی چې مشري يې اوسنی ولسمشر اشرف غني کوي.
دغه دوه ټيمونه تل په يوه بل باندې د تېرو ټاکنو په تړاو تورونه لګوي او وايي چې په ټاکنو کې غدر شوی دی او تېرې ټاکنې شفافې او رڼې نه وې. او د ټاکنو کميسيون بايد رائيې له سره وشمېري بل ټيم بيا ابلاغوي چې له ټاکنو څخه دې غير راجستر شوې رائيې ووېستل شي او يوازې بايومټرېک رائيې دې وشمېرل شي.
داسې ښايي چې د ټاکنو د پايلو ځنډ د دې لامل شي چې په هېواد کې يو لوی سياسي بحران رامنځته شي او دغه بحران به د همدې دوو ټیمونو تر منځ وي.
تېر ځل په ۲۰۱۴ ميلادي کال کې چې ټاکنې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ تر سره شوې وې نو هم دا ډول پايلې يې وې چې بيا له ډېرو جنجالونو وروسته دويم پړاو ته لاړې او بلاخره چې کله په دويم پړاو کې دوه نوماندان سره جوړ نشول نو بيا له امریکا څخه جانکيري راغی او د رډې مداخلې په ترڅ کې يې د کابل اداره د دوو نوماندانو تر منځ ووېشله چې نيم واک يې ولسمشر غني او نيم نور واک يې بيا عبدالله عبدالله ته ورکړ.
نو اوس هم د دې وېره او احتمال شته چې ټاکنې دې دويم پړاو ته لاړې شي او کېدای شي له دويم پړاو وروسته هم دواړه پخواني حريفان نوماندان سره جوړ رانشي، چې بيا به لوی سياسي بحران رامنځته شي.
بل لور ته تېرې ټاکنې هم د رسنيو يوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده او تل په همدې موضوع باندې رسنۍ خپل شخوند وهي، د دې رسنيو له جملې څخه ډيلي ميلز ده چې د ټاکنو په اړه يې ګومان کړی چې کېدی شي سږکلنۍ ټاکنې هم د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو په څېر شي او بې پايلې به شي، يا به هم داسې پايلې ولري لکه څنګه چې هماغو زړو ټاکنو درلودلې او اداره به بیا هم په دوو برخو ووېشل، ان رسنيو د دې وېرې خبرداری هم ورکړی دی چې کېدای شي دا ځل د ټاکنو پايلې د هغو تېرو ټاکنو هم خطرناکې شي او د هېواد اداره په څلورو يا درېوو برخو باندې ووېشل شي.
که څه هم سږکلنيو ټاکنو ته ډېري امريکايي لوړپوړي چارواکي هم راغلل، د مثال په ډول په کابل کې د امریکا سفير جان باس هم د ټاکنو کميسيون ته ولاړ او هلته يې د ټاکنو کميسيون غړو ته مشورې هم ورکړې، خو بیا هم د ټاکنو مطلقې پايلې لا مجهولې او نامعلومې دي.
بل لور ته د مسير په نامه يوې رسينزې ورځپاڼې په خپله ګڼه کې له ملګرو ملتونو غوښتي چې په ټاکنيزو ناندريو کې دې مداخله وکړي او شفافې او ناشفافې ټاکنې دې سره بېلې کړي. او دواړه ټيمونه دې په خپلو کې سره جوړ کړي.
بل لور ته دا هم ویل کېږي چې د ټاکنو د پايلو ځنډ کېدی شي د دې لامل شي چې يو موقتي حکومت دې رامنځته شي او يا دې هم ورته لاره هواره شي، خو په هر صورت اوسنی ټاکنيز بحران کېدی شي د غني او عبدالله د ټيمونو تر منځ د لا زیاتو ناندريو باعث او لامل شي.


















