نړیواله محکمه: ميانمار د مسلمانانو نسل وژنه کړې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۰ لړم، ۱۳۹۸ل)

اسوشیتد خبري اژانس د راپور له مخې، نن دوشنبه د لړم ۲۰ مه ګامبیا د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب ‘میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې’ په خلاف د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه کړې ده.

د ګامبیا د عدلې وزیر ‘ابوبکر ماري تمبادو’ ویلي: “غواړي میانمار او نړیوالې ټولنې ته وښيی، چې په هغو ظلمونو چې زموږ په شاوخوا کې کيږي، چوپه خوله نشو پاتې کيدلی”.

د تمبادو په خبره: “زمونږ نسل ته د شرم ځای دی چې د هغې نسل وژنې د بندولو لپاره چې زمونږ په مخ کې کيږي، څه ونکړو”.

د میانمار عسکرو د ٢٠١٧م کال په اګست مياشت کې په مسلمان میشته ولایت “راخین” کې د عمليات ترسره کړل.

د میانمار عسکر په دې تورن دی چې په “راخین” ولایت کې يې د عملیاتو پر وخت  مسلمانان وژلي، ډله ییز جنسي تیري یې کړي او د روهینګیایي مسلمانانو کورونه یې سوزولي دي.

د میانمار دعسکرو ددغو عملیاتو په پايله کې څه نيږدې ٧٠٠ زره روهینګیایي مسلمانان د “راخین” ولایت نه بنګله دیش ته د هغه څه له امله وتښتيدل چې نسل وژنه گڼل شوی ده.

مربوطه مطالب

Back to top button