شمالي وزيريستان: بمي چاودنه کې درې پوځيان وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)

د پاکستان پوځ وايي، چې شمالي وزيريستان  کې د سړک غاړې بمي چاودنه کې څلورو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پوځ په اعلاميه کې راغلي، پر يادو پوځيانو د ګزمې پر مهال چاودنه شوې چې په ترڅ کې يې درې تنه وژل شوي او یو تن بل ټپي دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخيستی خو تيره اوونۍ هم په شمالي وزيريستان کې د يوې بمې چاودنې په ترڅ کې څلور پوځيان وژل شوي و چې مسؤوليت يې د حزب الاحرار په نوم پاکستانۍ وسله والې ډلې په غاړه اخيستی و.

د يادونې ده، چې تيره ورځ په پنجاب کې هم په یوه وسله وال برید کې دوه پوليس، دوه امنیتي کارمندان او یو خبريال وژل شوي و.

مربوطه مطالب

Back to top button