هرات: طالبانو د امريکايي پوځ کشفي الوتکه نسکوره کړې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۸ لړم ۲۲، چهارشنبه)

د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې دا مریکايي پوځ یوه کشفي الوتکه نسکوره شوې چې طالبانو يې مسؤوليت په غاړه اخيستی دی.

دغه الوتکه تيره ورځ ماذیګر د یادې ولسوالۍ مربوط د بهرنيو ځواکونو پوځي اډې يا (شینډنډ هوايي ډګر) ته څيرمه ويشتل شوې او نسکوره شوې ده.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله ټويټر پاڼه ليکي، چې الوتکه د طالبانو په بريد کې نسکوره شوې ده.

تر اوسه په افغانستان کې ميشت بهرنيو ځواکونو د يادې الوتکې نسکوريدو په اړه څه نه دي ويلي.

وخت ناوخت په افغانستان کې د بهرنيو او دولتي ځواکونو اړوند کشفي، ډرون الوتکې او چورلکې د طالبانو په بريدونو کې نسکوريږي چې بهرنيان يې د نسکوريدو لامل تخنیکي ستونزې یادوي.

مربوطه مطالب

Back to top button